پر ایران د امریکا بندیزونه: ۱۳ بهرني شرکتونو او ۸ تیل وړونکې بېړۍ تازه د بندیز لاندې راغلي

AP ۱۴۰۴ زمری ۳۰

د امریکا د خزانې وزارت اعلان کړی،چې د کښتیو ۱۳بهرنۍ شرکتونه او ۸تیل وړونکې بېړۍ یې د ایران سره د تړاو له امله تر تازه بندیزونو لاندې راوستي دي.

دغه اقدام د واشنګټن د هغو هڅو برخه ده چې غواړي تهران د بندیزونو څخه د تېښتې مخه ونیسي.

په نوي نوملړ کې د یونان یو وګړی، انټونیوس مارګاریتیس، او همداراز په هانګ کانګ، اماراتو، د مارشال ټاپوګانو او بریتانیا کې د کښتیو ګڼ شرکتونه شامل دي.

د امریکا د خزانې وزیر، سکاټ بسنټ، ویلي چې دغه بندیزونه به د تهران د وسلو د پرمختللو پروګرامونو د تمویل، د ترهګریزو ډلو د ملاتړ او د امریکا او د هغې د متحدینو د امنیت د ګواښ توان کم کړي.

هغه ټینګار وکړ: «د ولسمشر ترمپ په مشرۍ، موږ ژمن یو چې هر هغه څوک چې د ایران د رژیم ملاتړ کوي او د نړیوال امنیت د ګواښ لامل کېږي، حساب ورسره وکړو.»

نور خبرونه

رادیو