د اسراییل پوځ اعلان کړی، چې ځواکونو یې په جبالیه او د غزې ښار په شاوخوا سیمو کې نوي عملیات پیل کړي دي. د دغې اعلامیې پر بنسټ؛ اسراییلي ځواکونه له ځمکې پورته او تر ځمکې لاندې پوځي زېربناوې ویجاړوي، د حماس جنګیالي لهمنځه وړي او په سیمه کې د عملیاتو له لارې د کنټرول په لټه کې دي.
اسراییلي پوځ ملکي وګړو ته خبرداری ورکړی، چې د خپل ژوند د خوندیتوب لپاره له غزې، د غزې سوېل ته کډه وکړي.