حنیف اتمر: ګاونډیان دې د افغان کډوالو له جبري اېستلو ډډه وکړي

۲ ساعتونه مخکې

د تېر جمهوري نظام د بهرنیو چارو وروستي وزیر محمدحنیف اتمر د هرات ټرافیکي پېښې په اړه د خواخوږۍ او غمشریکۍ شریکولو ترڅنګ، د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې د افغان کډوالو له جبري اېستلو ډډه وکړي او د نړۍوالو مکلفیتونو او ګاونډیتوب مسوولیتونو ته غاړه کېږدي.

تېره شپه شاوخوا ۸:۰۰ بجې هرات ولایت د یوې مرګونې ټرافیکي پېښې شاهد و. د طالبانو د وروستیو معلوماتو له‌مخې؛ په دغه پېښه کې د مړو شویو کسانو شمېر ۷۹ ته لوړ شوی دی. تر دې مخکې په یاده پېښه کې د ۷۱ کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی و.

نور خبرونه

رادیو