اسراییلي چارواکي وايي، په غزه کې د اوربند د وړاندیز په تړاو د فلسطین د وسله والې ډلې د ځواب ارزونه کوي. د اوربند دغه وړاندیز د ۶۰ ورځنۍ ډزبندۍ، د اسیرانو د تبادلې او د اسراییلي ځواکونو د جزوي شاتګ په اړه دی.
دوو اسراییلي چارواکو رویټرز ته ویلي، اسراییل د هغه اوربند په تړاو د حماس ځواب ارزوي چې ۶۰ ورځنۍ ډزبندي او د بندیانو د تبادلې غوښتنه پکې شوې ده.
د پلان له مخې به ۲۰۰ فلسطیني بندیان او یو شمېر ښځې او کوچنیان خوشې شي او په بدل کې به ۱۰ ژوندي اسراییلي یرغمل کسان او ۱۸جسدونه اسراییل ته وسپارل شي.
په وړاندیز کې د اسراییلي ځواکونو جزوي شاتګ او د بشري مرستو پر مخ د لارو پرانېستل کېدو یادونه هم شوې ده.
قطر ویلي، دا اوربند به د جګړې د پای ته رسېدو لپاره لاره هواره کړي.
په ورته وخت کې د اسراییلي بریدونو له امله د سې شنبې په ورځ لږ تر لږه ۲۰ فلسطینیان ووژل شول.