د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې په اسلاماباد او پښتونخوا کې د افغان کډوالو لپاره د دوی اتشې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له استازې سره په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې کړې دي.
دغه وزارت پر اېکس پاڼه کاږلي، چې په دې لیدنه کې د افغان کډوالو د ستونزو، له افغان کډوالو سره د پاکستان امنيتي ادارو چلند، د تورخم پر فرضي کرښه ستونزو، د زدهکړیالانو د وضعیت او نورو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.