د اوکراین پر خارکيف د روسیې برید؛ ۳ کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپيان دي

پرون

روسیې د اوکراین پر خارکیف هوايي برید کړی، چې له امله یې د یوه ماشوم په ګډون درې کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپيان دي. دغه بریدونه داسې مهال کېږي، چې امریکا د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې ختمولو لپاره پر کیف فشار ډېر کړی دی.

د خارکیف والي اوليګ سینهوبوف ویلي: «دوشنبه سهار مهال یوې بې‌پیلوټه الوتکې پر خارکیف برید وکړ، چې د یوه ماشوم په ګډون یې درې کسان ووژل. دغه ډول په یکشنبه هم پر خارکیف د بالسټیک توغندي برید وشو، چې زرګونه ښیښې یې ماتې کړې.»

خارکیف روسي پولو ته نږدې د اوکراین دویم لوی ښار دی، چې له ۲۰۲۲م کال راهیسې په پرله پسې ډول د روسیې بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو تر بریدونو لاندې دی.

نور خبرونه

رادیو