د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وايي، چې د اسلاماباد او نوي ډیلي ترمنځ په وروستۍ نښته کې د هند د شپږو غورځول شویو الوتکو ویډيويي شواهد لري.
محسن نقوي د یکشنبې په ورځ (د زمري ۲۶مه) په پاکستان کې «د هند پر وړاندې د پاکستان د پوځي او ډيپلوماټيکو بریاوو د نړۍوالو اغېزې» تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې وویل، د پاکستان استخباراتي او دفاعي ځواک له هندي ځواکونو غوره دي.
نقوي په دې سیمینار کې وویل، «موږ د هند د شپږو وېشتل شویو الوتکو ویډیوګانې لرو.» د نوموړي په وینا، په هغه وخت کې پرېکړه شوې وه تر هغه چې له ساحې شواهد ترلاسه نشي هېڅ اعلان به نه کېږي، خو «باور وکړئ، موږ دا په څو دقیقو کې ترلاسه کړل.»
نقوي د پاکستان استخباراتي ادارې وستایلې چې د یادې نښتې پر مهال یې پر وخت معلومات برابر کړل. هغه وویل: «په هند کې هره پرېکړه او هره الوتنه چې کېده، موږ مخکې له مخکې پوهېدو.»
د یادونې وړ ده، چې هند هم د پاکستان د شپږو الوتکو د وېشتلو خبره کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د پاکستان د پوځ لوی درستیز سید عاصم منیر خبرداری ورکړی، چې که هر څوک د پاکستان ځمکنۍ بشپړتیا وګواښي او یا هم پرې تېری وکړي، له هېڅ ډول ځنډ یا محدودیت پرته به «ډېر سخت او د متقابل لوري پر تله سخت ځواب ورکړل شي».
د ویلو ده چې، په کشمیر کې د وسله والو په برید کې د یو شمېر سیلانیانو له وژل کېدو وروسته هند د مې پر ۷مه پر پاکستان برید وکړ او پاکستان هم ځوابي برید وکړ، چې په دې څو ورځنۍ جګړه کې دواړو خواو ته مرګژوبله هم واوښته.