د طالبانو په څلور کلنه واکمنۍ کې د پاکستان امنیتي اندېښنې لا پسې ډېرې شوي

۱۳ ساعتونه مخکې

ډان ورځپاڼې یکشنبه (د زمري ۲۶مه) د طالبانو د څلور کلنې واکمنۍ په اړه د پاکستاني سياسي تحلیلګر ضیاالرحمان مقاله خپره کړې ده. د افغان او پاکستاني طالبانو انډيوالي، له ۲۰۲۱راهیسې د پاکستان امنیتي اندېښنې، اسلام اباد کې کورنۍ ګډوډۍ او د امریکایانو د ملاتړ کموالی د مقالې مهم ټکي دي.

مقاله کاږي، که څه هم طالبان یو وخت د پاکسان ستراتیژیک ملګری بلل کېده او له دغه ډلې سره د پاکستان انډيوالي جیوپولیټیکه بریا وه، خو اوس دا وضعیت په یوه وحشتناک خوب اوښتی دی.

د پاکستان د سولې مطالعاتو انسټیټیوټ د څېړنو له مخې، په پاکستان کې دتراهګریزو بریدونو له امله مرګ ژوبه ډېره شوې ده.

د ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویل شوي، چې پاکستاني طالبانو نږدې ۶۰۰۰ جنګیالي لري او په پرمختللو وسلو سنبال دي. طالبانو هغوی ته اجازه ورکړې، چې په افغانستان کې فعال پاته شي.

کارپوهان وايي، چې پر طالبانو تکیه کولو پاکستان ته هیڅ ګټه نه ده رسولې. کارپوه محمد فیاض وایي: «د طالبانو تر راتګ مخکې د افغانستان له خوا پاکستان ته هیڅ ګواښ نه و، خو اوس شته».

په ۲۰۱۴ کال کې د کراچي هوايي ډګر او حربي ښوونځي پېښې د پاکستان سياسون یو موټی کړل، خو اوس د دوی تر منځ سياسي اجماع نشته.

جمعیت علمای پاکستان او عوامي نشتل ګوند د پاکستاني طالبانو پر ضد عملیاتو مخالفت کوي.

پاکستاني طالبان یو وخت د خپلمنځي وېش له امله کمزوري شوې وو، خو له۲۰۲۱کال راهیسې بیرته پیاوړي شوي دي، ځکه د هغوی وړې وړې ډلې سره یو ځای شوي او په افغانستان کې یې خوندي ځایونه موندلي دي.

دغه ډول نوې وسله والې ډلې هم ورسره یو ځای شوي، چې د پاکستان پر امنيتي ځواکونو بریدونه کوي، لکه اتحاد المجاهدین.

پاکستان تر ۲۰۲۱ کال وروسته د کابل په غبرګون کې پر افغانستان هوايي بریدونه وکړل، افغان کډوال یې وشړل او خپلې پولې یې وتړلې، چې دا یو محتاطانه دریځ دی، خو د امریکا د نشت برابر ملاتړ، ویجاړ اقتصاد او سیاسي ګډوډيو اسلام اباد له سختو ننګونو سره مخ کړی دی.

مقاله کې راغلي،‌ اصلي ستونزه دا ده چې طالبان له پاکستاني طالبانو سره ایډیالوژیک شراکت لري او د هغوی پر ضد اقدام نه شي کولای. شنونکي خبرداری ورکوي،که طالبان په زور دپاکستاني طالبانو پر ضد ګام پورته کړي، دا وېره شته چې ډېر جنګیالي یې د داعشخراسان څانګې سره یو ځای شي او په دې ډول ناامني نوره هم ډېره شي.

د تاوتریخوالي دا څپه چې له پښتونخوا څخه نیولې بیا تر پنجاب او بلوچستان پورې رسېدلې، د پاکستان امنیتي ستراتیژي له سختو ننګونو سره مخ کړې ده.

پای کې لیکوال لیکي، اوس پاکستان ته دوې لارې ورپاتې دي، یو د ترهګرو ډلو پر ضد د محدودو بریدونو دوام او بل د یوه نوي پیاوړي نظامي عملیاتو پیل، داسې نظامي عملیات، چې د ملت پر ملاتړ او ملي یووالي ولاړ وي.

نور خبرونه

رادیو