په غزه کې د خوړو د ترلاسه کولو پرمهال ۳۸ تنه وژل شوي دي

۲ ورځې مخکې

د غزې د روغتیا وزارت راپور ورکړی، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۵۷ فلسطینیان وژل شوي، چې له دې جملې څخه ۳۸ تنه د خوړو د ترلاسه کولو پر مهال د اسراییلي ځواکونو د ډزو او بریدونو له امله وژل شوي دي.

د ناصر طبي کمپلکس د راپور له مخې، له دغو کسانو څخه ۲۱ تنه هغه مهال ووژل شول، کله چې یې د غزې په سوېل کې د خوړو د ترلاسه کولو هڅه کوله.
دا په داسې حال کې ده، چې د فلسطین خبري اژانس راپور ورکړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳ نوي زېږېدلي ماشومان بیا د لوږې له امله مړه شوي دي. د ورکړل شويو شمېرو پر بنسټ، تر اوسه ۲۵۱ کسان چې پکې ۱۰۸ ماشومان هم شامل دي، د لوږې له امله مړه شوي دي.
د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی، تر هغه وروسته چې د امریکا او اسراییل په مشرۍ د مرستو مرکزونه جوړ شوي، تر اوسه ۱,۹۲۴ تنه وژل شوي او له ۱۴,۲۸۸ ډېر نور ټپیان شوي دي. ملګرو ملتونو دغه مرستندوی مرکزونه «د مرګ جالونه» بللي دي.

نور خبرونه

رادیو