طالبانو د زمري ۲۸مه د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت عمومي رخصتي اعلان کړه

۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، راتلونکې سه شنبه د (زمري ۲۸مه) له انګریزي استعمار څخه د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو ۱۰۶مې کلیزې په مناسبت په ټول هیواد کې عمومي رخصتي ده.

که څه هم په افغانستان د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د خپلواکۍ ورځ په شانداره مراسمو سره نه نمانځل کیږي، خو د خواله رسنیو ګڼو افغان کارونکو لا له وړاندې د خپلواکۍ د ورځې مبارکۍ په اړه پوسټونه کړي او د افغانستان د درې رنګه ملي بیرغ انځورو هم پورته کړي.

۱۰۶ کاله وړاندې غازي امان الله خان له استعماري برتانیې څخه د افغانستان خپلواکي ترلاسه کړه.

نور خبرونه

رادیو