په هندي کشمیر کې د ورښتونو له امله ۴۶ تنه وژل شوي او له ۲۰۰ زیات لادرکه دي

۲ ساعتونه مخکې

په هندي کشمیر کې د ناڅاپي او درنو ورښتونو له امله لږ تر لږه ۴۶ تنه وژل شوي او له ۲۰۰څخه زیات کسان لادرکه دي.

چارواکي وايي پېښه د پنجشنبې په ورځ د کشمیر د کیشټوار ولسوالۍ په چاسوتي ښار کې د مشهور مذهبي زیارت پر لار چې د زیارت کوونکو یوه تمځای دی رامنځته شوې.

د راپورونو له مخې، سېلاب د یوې ټولنیز پخلنځي او د امنیتي پوستې ودانۍ لېرې وړې چې د «ماچیل ماتا معبد»پر لاره د زیارت کوونکو لپاره یو تمځای و.

یو چارواکي ویلي،چې د غرمې ډوډۍ لپاره ګڼ زیارت کوونکي راټول شوي وو چې سېلاب پرې وروښوت.

یاده پېښه یوازې یوه اوونۍ وروسته له هغه رامنځته کېږي چې د هیمالیا په اوتراکنډ ایالت کې د سخت سېلاب او ښویېدنې له امله یوه ټول کلی له منځه ولاړ.

نور خبرونه

رادیو