د پاکستان پوځ وايي د افغانستان پولې ته څېرمه یې ۳۳ وسله وال وژلي دي

۲ ورځې مخکې

د پاکستان پوځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د افغانستان پولې ته څېرمه د بلوچستان ایالت د ژوب ولسوالۍ په سمبازه سیمه کې یې ۳۳ وسله وال وژلي دي. د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر ویلي، دغو وسله‌والو غوښتل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیمو کې نفوذ وکړي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر د جمعې په ورځ (د زمري ۱۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې پاکستاني ځواکونو د وسله والو د نفود د مخنیوي په موخه د ژوب ولسوالۍ په سمبازه سیمه کې عملیات کړي، چې په پایله کې یې ۳۳ وسله وال وژل وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي.

د پاکستان پوځ خپل لورې ته د اوښتي زیان په اړه څه نه دې ویلي، خو وايي په سیمه کې لا هم چاڼیز عملیات دوام لري.

د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې یاد وسله وال “د هند نیابتي ډله او خوارج” بللي شوي دي.

نور خبرونه

رادیو