بخښنې نړیوال سازمان: د اسراییل له خوا د غزې د نیولو پلان «ظالمانه او کرکچن» دی

۷ ورځې مخکې

بخښنې نړیوال سازمان د اسراییل د امنیتي کابینې هغه تازه پرېکړه غندلې،چې له مخې یې پلان لري د غزې ښار بشپړ کنټرول ترلاسه کړي.

دغه سازمان دا پرېکړه «ظالمانه، کرکچنه او د نړیوالو قوانینو خلاف» بللې او د هغې د سمدستي لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان مشرې، اګنس کالامارډ، ویلي: «دغه طرحه چې په ظاهر کې د برمته‌ شویو کسانو د خلاصون تر عنوان لاندې وړاندې شوې، د هغوی د کورنیو له مخالفت سره هم مخ شوې ده.»

نوموړې زیاته کړې، که دا طرحه عملي شي، نو هغه فلسطینیان چې له «نسل‌وژنې، لوږې او دوامداره کړاوونو» سره مخ دي، نورې فوق‌العاده بدمرغۍ هم وزغمي.

په خپره شوې اعلامیه کې سازمان ټینګار کړی،چې د غزې بشپړه نیونه د نړیوالو بشري قوانینو ښکاره نقض دی، او اسراییل باید دا «جنایت» تر ډېرېدو مخکې ودروي.

بخښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا له حماس او نورو وسله‌والو فلسطیني ډلو غوښتي، چې ټول ملکی برمته‌شوي کسان «سمدستي او بې له شرطه» خوشې کړي.

یاده طرحه، چې له مخې به یې د غزې پر ښار پوځي عملیات پراخېږي، له پراخو نړیوالو نیوکو سره مخ ده.

د ملګرو ملتونو، نړیوالو حقوقي بنسټونو او ګڼو هېوادونو چارواکو دا پرېکړه له انساني او حقوقي اړخه ګواښونکې بللې ده.

نور خبرونه

رادیو