د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان وايي، په افغانستان کې وچکالۍ د کرنې او مالدارۍ برخه سخته ځپلې او د لا زیاتونو زیانونو د مخنیوي لپاره بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري.
دغه سازمان تازه د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، چې د اقلیمي بدلون او وچکالۍ څپو د افغانستان د کرنې او مالدارۍ سکتور چې تر نیمايي ډېر افغانان پرې پايي؛ له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.
یاد سازمان همدا راز ویلي، چې د دغه طبیعي افتونو له کبله څه باندې یو مېلیون اغېزمنو کسانو سره د بېړنیو مرستو لپاره نږدې ۳۵ مېلیون ډالرو ته بېړنۍ اړتیا لري.