د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په کابل کې د اندونیزیا له شارژدافیر نندا ایوالیست سره لیدلي دي. په دغه لیدنه کې دواړو خواوو د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د کرنیزو، بڼوالۍ او مالدارۍ محصولاتو د صادراتو په برخه کې د همکاریو پر پراخېدو خبرې وکړې.
ښاغلي عثماني د طالبانو له لوري د نشهيي توکو پر خلاف مبارزه، د امنیت ټینګښت، د کرنیزو پروګرامونو پلي کول او د بزګرانو ملاتړ مهم بللي او له نړۍوالې ټولنې یې د بدیل معیشت په برخه کې د عملي مرستو غوښتنه کړې ده.
هغه همداراز اندونیزیا ته د افغاني مېوو د صادراتو د اسانتیا او د اندونیزیایي پانګهوالو د جذب غوښتنه هم کړې ده.
په کابل کې د اندونیزیا شارژدافیر نندا ایوالیست ژمنه کړې، چې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د صادراتو لپاره به له خپل حکومت او پانګهوالو سره همغږي وکړي.