فرید: قاري صاحب سلام علیکم!

د حوزې امر: وعلیکم سلام و رحمت‌الله وبرکاته، خيریت و څه مشکل لرې؟

فرید: قاري صاحب زما ورور مو راوستلی دی؟

د حوزې امر: کله؟

فرید: نن سهار

د حوزې امر: نن خو موږ نارینه بیخي نه دي راوستلي، یوازې مو هغې ښځې راوستلي چې له محرم پرته بازار ته راوتلي وې

فرید: زما ورور مو هم راوستلی دی، دا اوس یې ما ته زنګ راوواهه ویل زه په حوزه کې بندي یم

د حوزې امر: (په قهر) درته ومې ویل چې نه مو دی راوستلی، زه درواغ درته وایم؟

فرید: دا دی قاري صاحب زما سره یې په موبایل کې عکس راسره دی، ته ورته وګوره، ها دا دی!

د حوزې امر: ته یې رادې خوا که!

فرید: ها دا دی وې ګورئ!

د حوزې امر: (په قهر) ښه دا ښځه یادوې؟ دا خو دومره بې‌حیا ښځه ده چې پوړنی خو پرېږده، بيخي سرلوڅې بازار ته راوتلې وه

فرید: (په حیرانۍ) قاري صاحب تاسې څه وایئ دا زما مشر ورور دی، ښځه نه ده

د حوزې امر: څنګه ښځه نه ده؟ ته ورته وګوره ږيره یې نه شته، دومره بې‌حیا ده چې وېښتان یې هم د نارینه وو په ډول جوړ کړي دي او سر یې هم لوڅ دی

فرید: قاري صاحب زما ورور کوسه دی ږیره نه لري

د حوزې امر: (په قهر) کوسه دی که سمبوسه دی ږيره سنت ده، باید خامخا ږیره پرېږدي

فرید: قاري صاحب د کوسه ږيره خو نه راشنه کېږي، ږیره له کومه کي؟

د حوزې امر: که ږیره یې نه راشنه کېږي د ږیرې پرېښودلو اراده خو دې وکي

فرید: سمه ده اراده به وکي، اوس یې راخوشې کئ

د حوزې امر: سمه ده خوشې کوو به یې، ښه دا بل ځوان څه مشکل لري؟ هلکه څه مشکل لرې؟

ځوان: قاري صاحب زما انا مو راوستلې ده؟

د حوزې امر: نو ستا انا ولې له محرم پرته بازار ته راوتله؟

ځوان: یوازې نه وه

د حوزې امر: زه وایم یوازې وه او ته وايې یوازې نه وه، موږ درواغ درته وایو؟

ځوان: قاري صاحب زما انا ناروغه وه روغتون ته مې بېولې وه، له روغتون څخه چې راووتلو، ما د روغتون مخ ته کېنوله زه په ټکسي پسې لاړم، زه چې بیرته راغلم تاسې موټر ته پورته کړې وه

د حوزې امر: درواغ مه وایه، که رښتیا دې انا وي ورسه نیکه دي راوله

ځوان: نیکه مې مړ دی

د حوزې امر: ورسه نکاح خط یې راوړه

ځوان: قاري صاحب سپين سرې کونډه ښځه ده نکاح خط یې له کومه کم؟ په دې سپين سر مېړه ورپيدا کم؟

د حوزې امر: ولې مېړه بد کار دی؟

ځوان: له دې اتیا کلنې سپين سرې سره څوک واده کوي چې تا ته یې درکم واده ورسره کیې؟

د حوزې امر: (په قهر) زه ‎څلور ودونه لرم ستا دا ورسته انا څه په بلا وهم، ورځه ورک شه، حافظ صاحب ورشه انا یې ورخوشې که، دا سپين سترګی د یوې چینجنې انا پر سر دومره دلایل راسره وايي لکه څوارلس کلنه پېغله چې وي!؟

نور خبرونه

رادیو