د مدرسې یوه شیخ تر ځمکه لاندې اوبو کچې لوړولو لپاره ماشین اختراع کړ.
نن مخترع شېخ په کابل کې د دې اختراع په مناسبت جوړې شوي غونډې ته وویل: تر دې مهاله خلکو فکر کاوه چې د اختراعاتو او ساینس سرچینې یوازې پوهنتونونه او د عصري علومو مرکزونه دي، خو نن مدرسې یو داسې اختراع وکړه که د ساينس پلار (انیشټاین) ژوندی وای نو د مدرسې شاګرد شوی به وای.
مخترع شیخ د خبریالانو او یو شمېر طالب چارواکو په مخ کې دا معجزه غوندې اختراع په عملي ډول خلکو ته وښودله چې څنګه له ځمکې څخه له واټرپمپ او بلې تخنيکي وسیلې پرته اوبه راپورته کوي او ان دا چې له څاه څخه خپله اوبه راپورته کېږي او پر ځمکه بهېږي.
شېخ د یوې مدرسې څو ښکلي پېغلې د یوه ژور او وچې څاه پر غاړه ودرولې، پېغلو یو بل ته لاسونه سره ورکړل، یو ځل به له څاه څو ګامه پر شا ولاړې او بیا به بیرته کوهي ته ورنژدې شوې، په دې ډول به هر ځل کوهي ته د پېغلو له نژدې کېدو سره د کوهي اوبه راپورته کېدلې چې اخیر څاه تر خولې پورې ډکه شوه او اوبه پر ځمکه وبهېدلې.
په دې غونډه کې د زراعت او مالدارۍ وزیر وویل چې دا اختراع به ډېر ژر افغانستان له وچکالۍ څخه وژغوري او د زراعت سکټور به پر خپلو پښو ودروي.
د لوړو زده کړو وزیر هم دې غونډې ته راغلي و، هغه وویل: «په تېر جمهوریت کې هر کال له ښوونځيو او پوهنتونونو څخه زرګونه نجوني فارغېدلې، اما له فحاشۍ پرته یې ټولنې ته یوه ذره خیر نه رسېده، خو الحمدلله شیخ صاحب مبارک له نجونو داسې مثبته استفاده وکړه چې نړۍ ورته حیرانه ده. دا دی موږ په عمل کې ثابته کړه چې د نجونو زده کړې بې ګټې دي او موږ پر ځای پرېکړه کړې ده.»
مخترع شېخ څه موده وړاندې د دې اختراع تیوري په مدرسه کې خپلو طالبانو ته تشریح کړې وه چې ویډیو یې په ټولیزو رسنیو کې ډېره مشهوره شوې وه.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د اوبو او برېښنا وزارت مشاور په خپل یوه صوتي پيغام کې ویلي و، طالبانو د علمي مرکزونو دروازې تړلي، خو د خرافاتو دروازې یې خلاصي کړي دي.