پاکستان د طالبانو د رسمیت پېژندنې رپوټونه اوازې او اټکلونه وبلل

۲ ورځې مخکې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې اسلام اباد لا هم د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې پرېکړه نه ده کړې او په دې تړاو رپوټونه اوازې او اټکلونه دي. د وزارت ویاند شفقت علي خان وویل، چې طالبانو د پاکستان اندېښنو ته مثبت غبرګون ښودلی او په تخنیکي کچه امنیتي خبرې روانې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د پنجشنبې په ورځ په خپله اونیزه خبري غونډه کې وویل، چې په افغانستان کې د ترهګرو پټنځایونه اوس هم د پاکستان لپاره د دوامداره اندېښنې سرچینه ده.

نوموړي زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ خبرې روانې دي، څو اسلام اباد ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د سفر مهالویش وروستی شي.

شفقت علي خان وايي، د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه چې کوم راپورونه خپاره شوي، هغه د رسنیو «اټکلونه» دي، نه رسمي واقعیت.

هغه د افغان کډوالو په تړاو وویل چې له پاکستان سره راجستر شويو افغان کډوالو لپاره د ستنېدو ضرب‌الاجل د جون پر ۳۰مې پای ته رسېدلی.

د شفقت علي خان په وینا، د مهلت د تمدید لپاره وړاندیزونه حکومت ته شوي، خو تر اوسه پرې کومه پرېکړه نه ده شوې. نوموړي دا موضوع د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اړوندو ادارو واک وباله.

شفقت علي خان کابل ته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د وروستي سفر یادونه وکړه او ویې ویل چې دې سفر د پام وړ اهمیت درلود.

هغه زیاته کړه، چې د سفر پر مهال، د دواړو هېوادونو استازو د امنیت، ترهګرۍ ضد مبارزې او د تحریک طالبان پاکستان او نورو وسله والو د سپارلو پر موضوعاتو تفصیلي بحثونه کړي دي.

د نوموړي په وینا، طالبانو د پاکستان اندېښنو ته مثبت غبرګون ښودلی او په تخنیکي کچه امنیتي خبرې روانې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، « د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په کچه کې څرګند پرمختګ لیدل شوی او دواړې خواوې هڅه کوي دا مثبت بهیر لا پیاوړی کړي».

د طالبانو د رسمیت پېژندنې په تړاو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا څرګندونې داسې مهال دي، چې روسیې د جولای په پیل کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژنده.

د روسیې تر څنګ، چین، متحده عربي امارات، ازبکستان او پاکستان هم په کابل کې سفیران معرفي کړي، خو لا یې ددې ډلې اداره په رسمیت نه ده پېژندلې.

نور خبرونه

رادیو