د پاکستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره وایي چې د اقلیمي بدلون، سختو بارانونو، توپانونو او سېلابونو له امله یوازې د روانې جولای میاشتې له پیله په دغه هېواد کې «۱۸۰ کسان مړه او تر ۵۰۰ ډېر» ټپیان شوي دي.
یادې ادارې خبرداری ورکړی چې د بارانونو روانه څپه دوامداره ده او د خېبرپښتونخوا تر څنګ پنجاب او سند ایالتونو کې د سېلابونو خطر ډېر شوی دی. همداراز د واورینو غرونو ویلي کېدل هم د سېلابونو د شدت لامل بلل شوی دی.
د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې د وړاندوینې له مخې، په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د سند ایالت اړوند د کراچۍ په ګډون حیدراباد، سکر، بدین، نوابشاه، او لارکانه ښارونه له سختو بارانونو سره مخامخ دي او د ښاري سېلابونو ګواښ هم ورته متوجه دی.
په پنجاب ایالت کې هم د څلورم پړاو بارانونو خبرداری ورکړل شوی چې لاهور، فیصلاباد، راولپېنډۍ او چکوال ښارونه تر پوښښ لاندې نیسي. په اسلاماباد کې د راول بند په بشپړه توګه ډک شوی او چارواکي اړ شوي چې د بند دروازې خلاصې کړي. همداراز، د اټک په ولسوالۍ کې درې ماشومان د چت نړېدنې، برېښنا او اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي دي.
د پنجاب په بېلابېلو سیمو کې د ژغورنې ډلې تر ۱۵۰۰ ډېر یات کسان د سېلاب ځپلو سیمو نه ژغورلي دي. د مرګژوبلې زیاتره پېښې په لاهور، فیصلاباد او شېخپور کې رامنځته شوي چې عمده لاملونه یې زړې ودانۍ، د برېښنا شارټۍ او ترافيکي پېښې بلل شوي دي.
په خیبرپښتونخوا کې هم د کابل، سوات او پنجکوړې سیندونو د ناڅاپي سېلابونو خطر ډېر شوی او ان چارواکو په غرنیو سیمو کې هم خلکو ته د خبرداری ورکړی دی.
د پاکستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې مشر انعام حیدر ملک ویلي، د دې وضعیت اصلي لامل د اقلیم بدلون او د هوا تودېدل دي. هغه زیاته کړې چې د پاکستان پوځ، ایالتي ادارو او بېلابېلو مرستندویو بنسټونو په همکارۍ پراخ اقدامات پیل شوي، څو د دې ناورین مخه ونیول شي.