هند: د پهلګام د برید تر شا د پاکستاني استخباراتو او لښکر طیبه لاس و

پرون

د هندوستان ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د هند امنیتي چارواکو ادعا کړې چې په پهلګام کې شوی خونړی ترهګریز برید چې له امله یې ۲۶ تنه وژل شوي و، د پاکستان استخباراتي ادارې (ISI) او ترهګرې ډلې لښکر طیبه له‌خوا پلان شوی و.

په راپور کې د امنیتي سرچینو له قوله ویل شوي، چې دا برید د پاکستان د سیاسي او پوځي رهبرۍ په مستقیمو هدایتونو ترسره شوی او موخه یې د سیمې بې‌ثباته کول، د وېرې خپرول او د هند د امنیتي وضعیت کمزوری کول و.

پاکستان بیا تر اوسه د هندي چارواکو ددغو ادعاو په تړاو څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو