د سوریې پوځ د سوېدا ښار ته داخل شوي

پرون

د سوریې پوځ زغره‌وال ګاډي او اکمالاتي موټر سوېدا ښار ته داخل کړي، څو د دروزو وسله‌والو او بدوي جنګیالیو ترمنځ د روانې اوونۍ تر نښتو وروسته امنیتي وضعیت کنټرول کړي.

دا نښتې د ښار په بېلابېلو برخو کې شوې، چې له امله یې مرګ‌ژوبله هم رامنځته شوې ده.
د پوځ حضور د شخړو د مهارولو او د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره بلل شوی، خو د وضعیت حساسیت لا هم دوام لري.

نور خبرونه

رادیو