لاوروف: ټرمپ د اوکراین په اړه وروستۍ څرګندونې د ناټو او اروپایي ټولنې تر فشار لاندې کړې دي

پرون

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین په تړاو خپلې وروستۍ څرګندونې د ناټو او اروپايي ټولنې تر سختو فشارونو لاندې کړې دي.

د اې ای خبری اژانس د خبر له مخې، لاوروف دا څرګندونې د شانګهای د همکارۍ سازمان (SCO) د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې چې د چین په تیانجین ښار کې جوړه شوې وه، وکړې.

نوموړي وویل: «د اروپایي مشرتابه اوسنۍ ټولنه په ښکاره ډول د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ملاتړ کوي. دوی نه یوازې سیاسي ملاتړ کوي، بلکې اوکراین ته د برید کوونکو وسلو د لېږد له لارې جګړه اوږدوي او د دې مالي بار د لوېدیځو هېوادونو مالیه ورکوونکي وړي.»

لاوروف د ټرمپ له خوا د "۵۰ ورځو ضرب‌الاجل" په اړه شک څرګند کړ او ویې ویل، چې مسکو غواړي د دې نېټې د مفهوم وضاحت وښيي.

هغه زیاته کړه: «له دې مخکې ټرمپ د ۲۴ ساعتونو او بیا د ۱۰۰ ورځو یادونه هم کړې وه. موږ دا ډول څرګندونې مخکې هم اورېدلي او غواړو په رښتیا د امریکا د ولسمشر د دریځ اصلي موخه درک کړو.»

په ورته وخت کې، لاوروف د ټرمپ له لوري د هغو ګواښونو په اړه چې که په اوکراین کې پرمختګ ونه شي نو پر روسیې او د هغې پر شریکانو به ۱۰۰ سلنه ګمرکي تعرفې ولګول شي، وویل چې مسکو له بې‌ساري بندیزونو سره مقابله کړې او له هر ډول نویو فشارونو سره به هم مقابله وکړای شي.

لاوروف د سولې د خبرو اترو د ځنډ پړه پر اوکراین واچوله او ویې ویل: «دوی هڅه وکړه زموږ د پلاوي کچه ناکافي وبولي، خو اوس چې د اوکراین پخوانی دفاع وزیر رستم عمروف په امریکا کې سفیر دی، خپل پلاوی هم نه لري. د درېیم پړاو خبرو لپاره نېټه (د جون ۲۲مه اوونۍ) ټاکل شوې وه، خو نه د کییف له خوا او نه د لوېدیځ له لوري کوم رسمي یادونه شوې.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل، چې د SCO غړي هېوادونه د روسیې د دریځ ملاتړ کوي او دوی ته یې د اوکراین د وضعیت په اړه مفصل معلومات ورکړي دي.

نور خبرونه

رادیو