د اسراییل د مذهبي ګوند شپږو غړو د پارلمان له غړېتوب څخه استعفا وکړه

پرون

د اسراییل د مذهبي یهودانو له مهم ګوند (متحده تورات یهودیت) شپږو غړو د پارلمان له غړیتوبه استعفا وکړه.

دوی وايي، حکومت د هغو دیني زده‌کوونکو لپاره چې مذهبي زده‌کړې کوي، د عسکري خدمت د معافیت ضمانت نه‌دی کړی.

د رويټرز د راپور له مخې، دغه ګوند چې د حکومت اېتلافي برخه ده، له حکومته غواړي چې افراطي مذهبي زده‌کوونکي دې له جبري عسکرۍ څخه معاف شي.
دا معافیت له کلونو راهیسې د دوی د دیني ارزښتونو یوه مهمه برخه ګڼل کېږي.
دوی ټینګار کوي، چې که دا مسله حل نه‌شي، د حکومت ملاتړ به له خطر سره مخ شي.

دا استعفاوې په داسې حال کې شوي، چې د اسراییل حکومت هڅه کوي د عسکرۍ د خدمت قانون بدل کړي او د پوځ لپاره نور ځواک جلب کړي.

نور خبرونه

رادیو