طالبان وایي، ننګرهار کې د سختو سېلابونو له امله کرنیزې ځمکې تخریب شوې دي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۲۳

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو ولایت مقام رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د یک‌شنبې په ورځ د (چنګاښ ۲۲مه) د دره نور ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د سختې ږلۍ او باران له امله سېلابونه راوتلي وو. خبرپاڼه کې راغلي، چې ډېرې کرنیزې ځمکې له همدې امله له‌منځه تللې دي.

همدا راز زیاته شوې، چې په سېلاب کې یو بند پاتې ځوان هم د ځايي خلکو له لوري ژغورل شوی دی. د طالبانو په وینا؛ تېره ورځ د جلال اباد ښار تر څنګ په یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم زورور توپانونه تېر شوي؛ خو لا یې د زیانونو په تړاو جزییات نه دي شریک کړي.

نور خبرونه

رادیو