حامد کرزی: مولانا خانزېب د تشدد او ظلم پر وړاندې مبارزه کوله

۲۱ ساعتونه مخکې

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د عوامي نېشنل ګوند د عالمانو څانګې د مشر او پښتون ملتپال سیاستوال مولانا خانزېب د وژنې له امله د خواشینۍ له څرګندولو سربېره یې یاده پېښه په کلکه غندلې ده.

حامد کرزي ویلي، مولانا خانزېب د تشدد او ظلم پر وړاندې مبارزه کوله او د تعلیم، سوله ییز او ښه ژوندانه لپاره یې هلې ځلې کولې.

د ویلو ده چې، د عوامي نېشنل ګوند د علماوو څانګې مشر او پښتون ملتپال سیاستوال مولانا خانزیب تېره ورځ د باجوړ په شنډۍ ګرځني سیمه کې چې، د جولای ۱۳مې امن پاڅون لپاره پر کمپاین بوخت وو، د ناپېژندو وسله والو په برید کې وژل شوی دی.

نور خبرونه

رادیو