پښتون سیاستوال او د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ د مولانا خانزیب پر وژل کیدو د خواشینۍ څرګندولو ترڅنګ ویلي، چې باجوړ کې د سولې یو بل پښتون غږ ووژل شو. محسن د زیب په اړه وایي: «هغه د ترهګرۍ پر ضد یو کلک او پیاوړی غږ و او همدا یې جرم و.»
هغه زیاتوي چې نوموړی د هغو ترهګرو له خوا ووژل شو چې په پښتونخوا کې خوشې شويدي.