د ازادۍ په نوم د طالبانو مخالفې جبهې ادعا کړې، چې په پروان ولایت کې یې دوه طالبان وژلي او درې ټپیان دي.
دغه جبهې پر اېکس پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې جنګیالیو یې د پروان ولایت په چاریکار ښار کې د طالبانو د استخباراتو پر مرکزي دفتر برید کړی.