په صوفیا کې د انساني قاچاق په یوه خونړۍ قضیه کې د ښکیلو کسانو محاکمه، چې د ۲۰۲۳ کال په فبروري کې د ۱۸ افغان کډوالو په مرګ تورن ګڼل شوي، ځنډېدلې ده. د ځنډ لامل د افغان شاهدانو او قربانیانو په رابللو کې نیمګړتیا ښودل شوې ده.
د بلغاریا په پلازمېنه صوفیا کې د ۱۸ افغان کډوالو د مرګ قضیې ابتدایي اورېدنه، چې په ۲۰۲۳ کال کې ددغه هېواد د لوکورسکو کلي ته نژدې د یوې پرېښودل شوې لارۍ دننه مړه موندل شوي وو، ځنډېدلې ده.
د بلغاریا د نووا خبري شبکې د رپوټ له مخې، د محکمې د ځنډېدو لامل دا ښودل شوی چې د قضیې افغان شاهدان یا قربانیان په منظم ډول نه دي رابلل شوي.
د دې قضیې په تړاو، پنځه بلغاریایان د افغان کډوالو په مړینې تورن شوي دي. په ټوله کې، شپږ کسان د صوفیا ښار محکمې ته را غوښتل شوي وو، چې د کډوالو د قاچاق یوه منظمه جنایي ډله بلل شوې ده.
د صوفیا ښار د څارنوالۍ د معلوماتو له مخې، له تورنو کسانو څخه دوه تنه خبر وو چې د لارۍ دننه کسان د ساه تنګۍ له امله له سخت خطر سره مخ دي، ځکه دوی یو پر بل دپاسه سره اچول شوي وو، خو سره له دې، دوی د پټنځایونو دروازې وتړلې او موټر یې روان کړ.
یاده غمیزه د ۲۰۲۳ کال د فبروري پر ۱۷مه رامنځته شوه او د ۱۸ افغانانو مړي، چې د اکسیجن د نشتوالي له امله مړه شوي وو، د لوکورسکو کلي ته نژدې په یوه پرېښودل شوې لارۍ کې وموندل شول. همداراز، ۳۴ ژوندي پاتې شوي کسان په سخت حالت کې روغتون ته لېږدول شوي وو.
محکمه وايي، چې د اورېدنې نوې نېټه به ډېره زر اعلان شي.