ازبکستان په افغانستان کې د یوه سوداګریز فورم جوړولو وړاندیز کړی

۴ ساعتونه مخکې

د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر دوران واخابوف د اقتصادي همکارۍ سازمان (ایکو) د غړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پراخولو لپاره وړاندیز کړی چې په افغانستان کې یو سوداګریز فورم جوړ شي.

دا وړاندیز هغه دایکو د شپږم سوداګریز فورم پر مهال چې په شوشې ښار کې ترسره شو، کړی دی.

واخابوف وویل چې له افغانستان سره همکاري پراخې او روښانه راتلونکې لري. هغه چې د افغانستان څو ښارونه لیدلي، ډاډه شوی چې دا نوښت هلته په بریالیتوب سره پلي کېدای شي.

نوموړي وویل: « د ازبکستان لپاره ایکو یوازې اقتصادي ډګر نه دی، بلکې د تاریخي، کلتوري، مذهبي نږدې ملتونو د متقابل تعامل یوه ساحه ده. ازبکستان دا سازمان د خپل بهرني اقتصادي سیاست لومړیتوب ګڼي او غواړي د دې دننه د سوداګرۍ، پانګونې، ساینس، ټکنالوژۍ، چاپېریال او بشري نوښتونو ټول ډولونه نور هم قوي شي».

واخابوف وړاندیز کړی، چې د سازمان د ګډو زیربنايي پروژو لپاره د پانګونې یو صندوق جوړ شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې یو تن چارواکي توکل احمدیار هم ویلي، چې افغانستان غواړي د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د پله رول ولوبوي، ځکه د هېواد جیو ستراتیژیک موقعیت دا زمینه برابروي.

هغه زیاته کړې، « د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره سیاسي هوډ، قانوني اسانتیاوې او سیمه‌ییز پراخ ملاتړ اړین دي».

احمدیار وړاندیز کړی چې د پرمختللو هېوادونو پانګونې او سوداګرۍ د ملاتړ لپاره ګډ سیمه‌ییز مالي صندوقونه جوړ شي او په مهمو پولو لکه تورخم او چمن کې د ګمرکي کړنلارو اسانتیا رامنځته شي او د څو اړخیزو تړونونو له لارې د ترانزیت بهیر ګړندی شي.

نور خبرونه

رادیو