طالبانو د محمودشاه حبیبي د نیول کېدو خبر رد کړ

۶ ساعتونه مخکې

طالبانو د یوې رسمي خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دوی محمودشاه حبیبي نه دی نیولی. حبیبي یو افغان‌ توکمه امریکايي وګړی دی، چې مخکیني جمهوري نظام کې یې د هوايي چلند ادارې د رییس په توګه دنده لرله.

د طالبانو ویاند وایي، دوی د حبیبي د کورنۍ د غوښتنې له مخې له ټولو اړوندو ادارو سره پلټنې کړې؛ خو داسې هېڅ نښه یا سند نه دی موندل شوی، چې په ډاګه کړي نوموړی دې د دوی له‌خوا نیول شوی وي.

محمودشاه حبیبي د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د زمري په میاشت کې په کابل کې لادرکه شو.

د هغه کورنۍ ادعا کوي، چې نوموړی دا مهال د طالبانو په بند کې ساتل کېږي. هم‌مهاله امریکا اعلان کړی، که هر څوک د هغه ځای معلوم کړي؛ نو ۵ مېلیونه امریکایي ډالره جایزه به ورکړي.

نور خبرونه

رادیو