د بدخشان په خاش ولسوالۍ کې د طالبانو او ځايي اوسېدونکو تر منځ تر وسله والې نښتې وروسته د تېر نظام لومړي مرستیال امرالله صالح یاده نښته د طالبانو پر ضد پاڅون بللی دی.
د بدخشان په خاش ولسوالۍ کې د تېرې دوشنبې په ورځ د چنګاښ پر ۹مه د طالبانو او ځايي اوسېدونکو تر منځ په نښته کې لږ تر لږه د یوې ښځې په ګډون ۶ کسان وژل شوي او څه باندې ۱۵ نور ټپيان شوي دي.
په یاده نښته کې د دغې مرګژوبلې پخلی ځينو سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته کړی وو.
په هغه وخت کې د طالبانو یوه سیمه ییز چارواکي او څو نورو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې دغه وسله واله نښته د کوکنارو د کروندو د ویجاړولو پر سر رامنځته شوې؛ خو امرالله صالح بیا وايي، دغه نښته د کوکنارو له کرکېلې سره هېڅ تړاو نه لري او زیاتوي: "د طالبانو تبلیغاتي رسنۍ که هر څه وايي؛ دا موضوع له کوکنارو سره تړاو نه لري. دا د انصاف لپاره یو پاڅون دی. "
صالح همداراز په ډاګه کړې، چې په اوسني وخت کې یوازینۍ مهمه مسله پيل دی او په بدخشان کې شوې وسله واله نښته یې یوه پیلامه بللې او بدخشان ته یې هم د همدې مسلې په تړاو مبارکي ورکړې ده.
خو ځینې هېوادوال بیا له دغه ډول کسانو غواړي، که په رښتیا هم په افغانستان کې د نظام بدلون غواړي؛ نو په خپله په نورو هېوادونو کې د مجلل ژوند او فېسبوکي اعلامیې او غبرګونو پر ځای باید افغانستان ته راشي او دغه پیل هم په خپله همدوی وکړي.