د پاکستان د ټرانسپورټ او ارتباطاتو وزیر د شانګهای همکارۍ سازمان د ترانسپورټ وزیرانو په غونډه کې ویلي، چې پاکستان له افغانستان سره د سیمه ییزې سوداګرۍ او ترانسپورټي دهلېزونو پراختیا ته ژمن دی.
عبدالعلیم خان ویلي، چې پاکستان د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز له لارې د لویو لارو په برخه کې پرمختګ کړی او غواړي دغه پرمختګ د افغانستان او نورو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراخولو لپاره وکاروي.
نوموړي د شانګهای د همکارۍ سازمان په ناسته کې ویلي:«پاکستان غواړي له افغانستان او ایران سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي او د دغه هدف لپاره نوې سوداګریزې لارې او دهلېزونه رامنځته کوي، چې کولی شي د پاکستان د اقتصاد د ملا تیر جوړ کړي.»
د پاکستان د ټرانسپورټ او ارتباطاتو وزیر د ازبکستان ـ افغانستان ـ پاکستان د ریل پټلۍ پروژه د سیمې د پرمختګ لپاره مهم ګام بللی دی.
عبدالعلیم خان ویلي:«د سیمې پرمختګ یوازې د دوه اړخیز باور، همکارۍ او عصري شبکو له لارې ممکن دی.»
نوموړي ژمنه کړې ده، چې پاکستان به افغانستان او نورو هېوادونو سرره د نښلوونکي ترانسپورټي سیستم پر جوړولو کار ته دوام ورکړي.