د شکنجې د مخنیوي نړۍوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان په بند خونو کې شکنجه یوه عامه او سیستماتیکه کړنه ده، چې طالبان له تورنو کسانو د اقرار او معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د رواني ازار او نورو لارو کار اخلي.
د دغه سازمان دا راپور له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۴ کلونو پورې د لسګونو پخوانیو بندیانو، د بشري حقونو فعالانو او خبریالانو سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوی دی.
راپور څرګندوي، چې طالبان د بندیانو د اعتراف اخیستو، وېرولو او یا د هغوی د خاموشه کولو لپاره له سختو شکنجو استفاده کوي.
د قربانیانو په وینا، شکنجه کوونکي د برقي شاک، په تودو وسپنو سوځول، اوږدمهالی انفرادي بند، رواني فشار او ان د دروغو اعدامونو له طریقو کار اخلي.
د شکنجې د مخنیوي نړۍوال سازمان د راپور موندنې ښيي، چې دا ډول کړنې نه یوازې د سیاسي مخالفینو پر وړاندې ترسره کېږي، بلکې ښځینه فعالان، قومي او مذهبي لږکي هم په ځانګړي ډول هدف ګرځي.
یاد سازمان وایي، هغه کسان چې د طالبانو له دریځ او کړنو سره مخالفت لري، له شدیدو شکنجو سره مخ شوي دي.
په راپور کې راغلي دي، چې طالبان له خپلو زندانونو څخه د وېرې د یوه وسیلې په توګه کار اخلي. نیول شوي کسان زیاتره وخت پرته له قانوني تور، محکمې او مدافع وکیل زنداني کېږي.
په راپور کې ویل شوي، چې ځینې قربانیان د کلونو لپاره د طالبانو په بند کې پاتې شوي او ان داسې پېښې هم ثبت شوي، چې بندیان د شکنجې له امله مړه شوي دي.
د سازمان په وینا، دا کړنې د نړۍوالو بشري قوانینو، په ځانګړي ډول د شکنجې ضد کنوانسیون، ښکاره نقض ګڼل کېږي. له همدې امله د شکنجې د مخنیوي نړۍوال سازمان له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کوي، چې د طالبانو پروړاندې جدي فشارونه راوړي، د شکنجې عاملین محاکمه کړي او د قربانیانو ملاتړ وکړي.
یاد سازمان دغه وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ټینګار یې کړی، چې باید د افغانستان بندخونې له نږدې وڅارل شي، څو د انساني کرامت او بشري حقونو دغه پراخې سرغړونې نورې دوام ونه مومي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې افغانستان انټرنشنل - پښتو یو څېړنیز راپور خپور کړی و، چې په کې راغلي و د طالبانو د استخباراتو په عمومي او ولایتي ریاستونو کې تورنو اشخاصو ته ۳۱ ډوله بېلابېلې شکنجې ورکول کېږي.
په لښتو او لرګیو وهل، په یخو اوبو کې ډوبول، د برېښنا شاکونه، پر پښو وهل، جنسي الې ته فشار ورکول، په جنسي الې پورې وزن تړل، د شور او ځوږ اورول، بې خوبي، په ګرمو اوبو کې ډوبول، سا بندول، د نوکانو اېستل، ژبې او غوږونو ته په پلاس فشار ورکول، له لاسونو ځوړندول، له پښو ځوړندول، په کوچنۍ پنجره کې بندول، اوږدمهاله تیاره کې ساتل، پر اوبو بندیز، د سینو د څوکو مروړل، له کوڅیو او ویښتو تړل، په خوله کې د اوبو پایپ ورکول، اوږدمهاله درول، پر مقعد د اوسپنیزې الې منډل، د کمې ډوډۍ ورکول، په سره سیخ داغل، د اوړي په موسم کې لمر ته کښېنول، د ژمي په موسم کې یخ ته کښېنول، بشپړ لوڅول او تذلیلي شکنجه، د کورنۍ او خپلوانو ګواښل، د سترګو تړل، د خوا بدوونکو درملو ورکول، د شا له خوا د ښي لاس او پښې او کیڼ لاس او پښې تړل او پړمخې اچول هغه شکنجې دي، چې د طالبانو په بندخونو کې بندیان ورسره مخ کېږي.
یاده ډله د دوی له نظام څخه د بغاوت، له بهرنیو رسنیو سره د اړیکې، له داعش سره د اړیکې، له مقاومت او ازادۍ جبهې سره د اړیکې او د پخواني جمهوري نظام امنیتي ادارو کې د دندې ترسره کول هغه لاملونه دي، چې زرګونه کسان یې په تور بندیان شوي دي.