بلاول بوټو: طالبان د دوحې هوکړې په ماتولو د سيمې ثبات ګواښي

۱۶ ساعتونه مخکې

د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ويلي چې د طالبانو له لوري دوحې د هوکړې له ژمنو نه پرله‌پسې سرغړونې د سيمې بې‌ثباتۍ ته لاره پرانېزي. نوموړي له طالبانو غوښتنه کړې چې بايد د یاد تړون ژمنو ته وفاداره پاتې شي.

بوټو دا څرګندونې اسلام اباد کې «پاکستان؛ د ترهګرۍ پر وړاندې د یوې مورچې په توګه» تر سرلیک لاندې یوه سیمینار ته کړي دي. نوموړي زیاته کړې، ترهګري يوازې د يوې سيمې ستونزه نه ده، بلکې دا يو نړيوال ګواښ دی او پاکستان د دې ناورين پر ضد جګړه کې درانه انساني او اقتصادي تاوانونه ګاللي دي.

بلاول بوټو خبرداری ورکړی چې که طالبان خپلو کړو ژمنو ته ژمن پاتې نه‌شي، نو دا به د سيمې د لا ډېرو ګډوډيو لامل شي. نوموړي د طالبانو مشرانو ته په خطاب کې وويل: «د دوحې هوکړې ته وفاداري کولای شي له راتلونکې بې‌ثباتۍ مخنیوی وکړي».

طالبانو د دوحې په هوکړه کې منلې وه چې د القاعدې، دعش او نورو بهرنیو ترهګرو ډلو ته به افغان خاوره کې ځای نه ورکوي او نه به هم تر خپل حاکمیت لاندې خاوره د امریکا پر ضد کاروي. طالبانو که څه هم په وار وار ویلي چې افغان خاوره د هېڅ ګاونډي او بهرني هېواد پر ضد کارېدو ته نه پرېږدي، خو اسلام اباد بیا څو ځله دا خبره رد کړې.

پاکستان ادعا لري چې افغان طالبانو د دوی ضد وسله‌والې ډلې «ټي ټي پي» ته پناه ځایونه ورکړي او له هغوی سره ځانګړې خواخوږي هم لري.

نور خبرونه

رادیو