د کونړ لپاره د داعش والي ابوبکر او د هغه ساتونکی له طالبانو سره جګړه کې وژل شوي

۱۷ ساعتونه مخکې

په کونړ کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د یاد لايت لپاره د داعش خراسان ډلې والي قاري ابوبکر او د هغه ساتونکی له طالبانو سره په یوه نښته کې وژل شوي دي.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، دا پېښه تېره ورځ د کونړ ولایت په کوړنګل دره کې شوې ده.

په کونړ کې سیمه ییزو سرچینو نن دوشنبه د چنګاښ ۹مه افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په دې جګړه د کونړ د استخباراتو قطعې برخه درلوده.

ویل کیږي دې نښتې ۶ ساعته دوام درلود.

ياده پيښه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده خو د کره شمېر په اړه یې معلومات نشته.

تر اوسه طالبانو او داعش وسله والو ډلو ددې پېښې رسمي پخلی نه دی کړی.

نور خبرونه

رادیو