پاکستان د محرم د ۱۰ ورځو تر پایه د افغان کډوالو د ایستلو ضرب‌الاجل وځنډاوه

پرون

د خېبرپښتونخوا ایالتي حکومت اعلان کړی چې د محرم په موده کې د امنیتي او مذهبي اندېښنو له امله له دغه ایالت نه د افغان کډوالو د ایستلو د ټاکل شوي ضرب‌الاجل وروستۍ نېټه په موقت ډول ځنډول شوې ده.

پاکستاني چارواکو خبرداری ورکړی چې د محرم تر لومړۍ لسیزې وروسته به د ایستلو پراخ عملیات یو وار بیا پیل شي.

ورته مهال ویل کېږي چې د پاکستان فدرالي حکومت به ډېر ژر د دغه بهیر د غځېدو یا د نویو مقرراتو د جوړېدو په اړه بیان خپور کړي.

دې سره جوخت، د پاکستان امنیتي ځواکونو د جعلي هویت اسنادو، ناقانونه تابعیت او د هغو شکمنو دولتي کارمندانو پر وړاندې چې له افغانانو سره اړیکې لري، عملیات پیل کړي دي.

پاکستان ادعا کوي چې یو شمېر افغانانو د ځینو پاکستاني سوداګرو د نومونو په کارونې سره جعلي اسناد ترلاسه کړي او په دې تړاو یې څېړنې روانې کړي دي.

د خېبرپښتونخوا ایالتي حکومت دا اقدام داسې مهال کوي چې د پاکستان فدرالي حکومت له‌خوا د پي‌او‌ار (PoR) کارټ‌لرونکو افغانانو ته له دغه هېواده د وتلو ټاکل شوي ضرب الاجل ته یوازې دوه ورځې پاتې دي.

نور خبرونه

رادیو