د طالبانو د حکومت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې په ننګرهار کې به د ۱۷۱ کلن تاریخي ډبرلیک ترمیم وکړي او نړیوالو ته به یې معرفي کړي، خو پر دغه ډله انتقاد کوونکي د طالبانو پخوانی چلند د افغانستان له فرهنګي میراث سره د باور وړ نه ګڼي.
په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د پنجشنبه په ورځ (د چنګاښ ۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په خوږياڼو ولسوالۍ کې د وزیرو تنګي کې دغه ۱۷۱ کلن تاريخي ډبرلیک د امیر حبیب الله خان له دورې پاتې یادګار دی.
د طالبانو د دغه ادارې رییس ذبیح الله نوراني زياتوي: «دا ډبرلیک د افغانستان ګډ فرهنګي میراث دی او ژر به یې ترمیم، رسمي ثبت او نړیوالو ادارو ته معرفي کړي.»
دغه سیمه له جلال اباد څخه شاوخوا ۵۰ کیلومتره ليرې ده او د طالبانو په خبره ګڼ سېلانیان یې لیدو ته ورځي.
د تېرو جنګونو پر مهال د افغانستان ډېری تاريخي اثار او سيمې زيانمنې شوي او ان ډېری یې د ورکېدو په حال کې دي.
د جنګونو پر مهال ډېر وخت پر طالبانو نیوکه کېده، چې په قصدي ډول تاريخي سيمې او اثار زیانمنوي او بریدونه پر کوي.
طالبانو که څه هم اوس د تاریخي اثارو د ترمیم او نندارې ادعاوې کوي، خو د دې ډلې سابقه د نړیوالو فرهنګي ارزښتونو په وړاندې له تاوتریخوالي ډکه ده.
په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د طالبانو له خوا د بامیانو د بودا دوه تاریخي مجسمې لهمنځه وړل، چې د نړۍ له مهمو فرهنګي میراثونو شمېرل کېدې، د نړیوالو له سختو غبرګونونو سره مخ شوې. د یونسکو په ګډون ګڼو نړیوالو بنسټونو دا چاره د «فرهنګي نسلکُشي» بېلګه وبلله.
تر دې ورهاخوا، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د تاریخي اثارو پراخ قاچاق، غلا، تخریب او پاملرنې نشتوالی مستند شوی. د افغانستان د پخوانیو حکومتونو د فرهنګي چارو کارپوهانو پر طالبانو تور لګولی چې له جګړو، واکمنۍ او له دولتونو سره د اړیکو په جریان کې یې تاریخي سیمې یا ویجاړې کړي، یا پرې سترګې پټې کړې.