پښتونخوا؛ بنو کې د ځکمې پر سر د وسله‌والې شخړې له امله پنځه کسان وژل شوي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۱

د خېبرپښتونخوا ایالت د بنو ولسوالۍ د کېنټ پولیسو مرکز اړوند سیمه کې د ځمکې پر سر د شخړې په ترڅ کې پنځه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د سیمه‌ییزو پاکستاني پولیسود معلوماتو له‌مخې، په دې شخړه کې له یوې خوا ۳ او له بلې خوا ۲ کسان وژل شوي دي. د وژل شویو د هویت په تړاو څه نه دي ویل شوي.

د یادونې ده چې د خېبرپښتونخوا بېلابېلې سیمې وخت ناوخت د ځمکو پر سر د وسله‌والو شخړو شاهدانې وي.

نور خبرونه

رادیو