د طالبانو تر واک لاندې د کابل ښاروالۍ د ترافیکي وضعیت د ښه کولو په موخه په بره کي څلورلارې کې د څه باندې ۱.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک لومړنۍ چارې پیل کړې.
دغه ښاروالۍ وايي دا هوايي پُل او تر ځمکې لاندې سړک له نړیوالو معیارونو سره سم ډیزاین شوې.
د طالبانو د کابل ښارولۍ د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۰مه) په خپل اېکس پاڼه کې لیکلي چې د نادریې لېسې لهخوا د ترافیک څلورلارې په لور د ۴۷۰ مترو په اوږدوالي، ۲۰ مترو سور، ۵.۵ مترو ژوروالي او د ۵۲۵ استحکامي پایو( ستنو) په درلودلو سره ترځمکې لاندې سړک او د دهن باغ څلورلارې له خوا د پروان دو څلورلارې په لور د ۷۰۰ مترو په اوږدوالي ، ۲۰ مترو سور، ۵.۵ مترو لوړوالي او د ۴۴۰ پایو ( ستنو) په درلودلو سره هوايي پُل ډیزاین شوی دی.
د کابل ښاروالۍ وايي، چې ددې پل او تر ځمکې لاندې سړک چارې به نږدې دوو کلونو په موده کې بشپړې شي.
کابل ښاروالۍ پر اېکس پاڼه د دې ښار د ترافیکو رییس خیال محمد غاور په حواله لیکلي چې دا پروژه د کابل ښار د ترافیکي وضعیت د ښه کېدو په برخه کې ځانګړی ارزښت لري چې د پلي کېدو په ځانګړې توګه په بدیلو لارو د ترافیکي بهیر د ویش په برخه کې به له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي.
د طالبانو ښاروالۍ ادعا کوي، چې دې هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک په جوړېدو سره به په بره کي څلورلارې کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او کابل ښار به د ښکلا او تلپاتې پراختیا شاهدان و اوسو.