پاکستان د افغانستان پر ټاکلو صادراتو ۱۰سلنه مالیه لرې کړه؛ د پاکستان له دغه اقدام څخه موخه د دوه اړخیزه سوداګرۍ پیاوړتیا او د اقتصادي اړیکو ښهوالی ښودل شوی دی.
د پاکستان (ده نیوز) د راپور له مخې؛ د پاکستان او افغانستان د صنعت او سوداګرۍ ګډې خونې په دې وروستیو کې ویلي، چې د پاکستان د عوایدو فدرالي بورډ (FBR) لهخوا نوي اصلاحات به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري او ټرانزیټ اسانه کړي. دغه اصلاحات چې په څو نویو لارښوونو کې بیان شوي، موخه یې د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او د ډیورنډ کرښې هاخوا سوداګرۍ خنډونو لرې کول ښودل شوي دي.
د دغه خونې په وینا؛ یو مهم بدلون د افغانستان د ځینو صادراتي توکو په صادراتو د ۱۰ سلنه مالیې لرې کول دي، چې تمه کېږي د دواړو هېوادونو سوداګریزه سیالي پیاوړې کړي او پاکستان ته د صادراتو لړۍ اسانه کړي.
د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډه خونه زیاتوي، «دغه ګام د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ او اتصال ښه کولو لپاره د پراخو هڅو یوه برخه ده.»
دغې ورځپاڼې د پاکستان د دولتي بانک د معلوماتو په حواله لیکلي، چې د ۲۰۲۴-۲۰۲۵ مالي کال په لومړیو نهو میاشتو کې افغانستان ته د پاکستان په صادراتو کې د تېر کال پرتله ۶۴.۴۸ سلنه زیاتوالی ښیي، چې په دغه موده کې ټولټال صادرات شاوخوا ۶۲۳ مېلیون ډالرو ته رسېږي.
له دغې ودې سره د افغانستان صادرات په ورته موده کې یوازې شاوخوا ۲۰مېلیون ډالر و. په داسې حال کې چې د افغانستان صادرات پاکستان ته د تېر کال پرتله زیات شوي؛ خو د سوداګرۍ په برخه کې نا انډولۍ په خپل ځای پاتې دي.