اسراییل د یکشنبې په شپه په غزه کې د هوایي بریدونو په ترڅ کې ۲۰ کسان وژلي دي.
رویټرز د غزې د روغتیایي چارواکو له قوله ویلي، چې دغه بریدونه پر هغې مدرسې شوي چې پکې بې ځایه شوي فلسطینیان مېشت و.
دا په داسې حال کې ده، چې د ورځې په جریان کې هم پر غزې د اسراییل بریدونه روان و.
د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو بیا لږ ترلږه ۲۳ فلسطینیان وژل شوي دي.
په وژل شویو کسانو کې د حسن مجدي ابو ورده په نوم یو سیمه ییز خبریال او اشرف ابو نار په نوم د بېړنیو حالاتو د ادارې لوړپوړی چارواکی هم شامل دي.
په دغو بریدونو کې د یادو کسانو د کورنیو غړي هم وژل شوي دي.