د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري د جمعې په ورځ د (غبرګولي دویمه) په اسلام اباد کې د یوې خبري غونډې پر مهال ویلي، چې تر زرو افغانانو ورته د یوه پاکستاني وینه مهمه او د ارزښت وړ ده.
د دغه هېواد پوځ او حکومتي چارواکو تر دې وړاندې هم ورته څرګندونې کړې وې.
دغه ډول څرګندونو په وار وار د افغانانو سخت غبرګونونه راپارولي او د پاکستان له لوري د افغانانو د وژنې کرکجنه تګلاره یې بللې ده.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې پاکستان د چین په منځګړتوب غواړي له طالبانو سره یو ځل بیا اړیکې ورغوي.