د متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د امریکا د فولادو شرکت (U.S. Steel) او د جاپان د فولادو جوړولو شرکت (Nippon Steel) ترمنځ به شراکت رامنځته شي، چې له مخې به یې د امریکا اقتصاد ته ۱۴ میلیارده ډالره پانګونه جذب شي.
ټرمپ په ټروت سوشل کې ولیکل: «دا شراکت به لږ تر لږه ۷۰ زره کاري فرصتونه رامنځته کړي، او د پانګونې ډېره برخه به په راتلونکو ۱۴ میاشتو کې ترسره شي.»
ټرمپ زیاته کړه چې راتلونکې جمعه به د فولادو شرکت فابریکې ته د "لویې غونډې" لپاره سفر وکړي.
که څه هم ټرمپ دا شراکت اعلان کړ، خو د معاملې دقیق جزیات یې شریک نه کړل، او دا لا روښانه نه ده چې ایا دا ریښتینی شراکت دی که د ملکیت انتقال.