محمود خان اڅکزی وايي پاکستان په سیمه کې د بهرنیو قدرتونو د جګړې نه کولو د مفکورې ملاتړ کوي

AP ۱۴۰۴ غبرگولی ۱

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي په بیجینګ کې د پاکستان، افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزيرانو د یو بل حاکمیت ته د درناوي موافقه کړې.

نوموړي ویلي، چې پاکستان د هغه مفکورې ملاتړ کوي، چې سیمه باید د بهرنیو قدرتونو د جګړې ډګر نه شي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي د پنجشنبه په ورځ (د غبرګولي ۱) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د پاکستان، افغانستان او چین د بهرینو چارو وزیرانو له لورې د حاکمیت درناوي موافقه د پالیسي د مثبت بدلون په مانا یاده کړې.

اڅکزي تر دې وړاندې په کراتو په خپلو خبرو کې ویلي وو چې پاکستان په افغانستان کې د نړوۍوالو قوتونو د جګړو ملاتړی وو او د افغانستان په کورنیو چارو کې یې لاسوهنه کوله.

نور خبرونه

رادیو