بلاول بوټو: که د هند او پاکستان ترمنځ جګړه وشي، نو پایلې به یې پاکستان پورې محدودې نه وي

AP ۱۴۰۴ غویی ۳۱

د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري وايي، چې هند له اوبو څخه د وسلې په توګه کار اخلي.
هغه خبرداری ورکړی، که چېرې د دواړو اټومي هېوادونو ترمنځ جګړه وشي؛ نو پایلې به یې یوازې پاکستان پورې محدودې نه وي.

نوموړي په اسلام اباد کې رسنیو ته ویلي، چې پاکستان له ترهګرۍ څخه تر ټولو زیات اغېزمن شوی او باید د سیمې په کچه د ترهګرۍ د لمنځه وړلو لپاره یوه حل لاره وموندل شي.
هغه زیاته کړه، چې هند د سند اوبو له تړونه سرغړونه کړې، اوس‌مهال د اوبو د ستونزې حل ته اړتيا ده او دا د راتلونکو نسلونو مسووليت دی چې د نوې راتلونکې لپاره مبارزه وکړي.

نور خبرونه

رادیو