د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د فارس خلیج شتمن عربي هېوادونه غواړي په متحدهایالاتونو کې ۱۰ ټریلیون ډالر پانګونه وکړي.
د اناډولو خبري اژانس د راپور پر بنسټ، نوموړي دا څرګندونې د پنجشنبې ورځ د قطر په العُدید هوايي اډه کې د وینا پرمهال کړې دي. د ټرمپ په وینا، قطر له امریکا نه د ۴۲ مېلیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات اخلي او همداراز ۱۰ مېلیارد ډالر پر العُدید هوايي اډې پانګونه کوي.
دا لا څرګنده نه ده چې له سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو پرته نورو کومو عربي هېوادونو د امریکا له ولسمشر سره د پانګونې ژمنه کړې ده؛خو د امریکا د رسمي اعلانونو لهمخې، سعودي عربستان، متحده عربي امارات او قطر به په راتلونکو څو کلونو کې په متحدهایالاتونو کې نږدې ۴ ټریلیون ډالر پانګونه وکړي.
ټرمپ همداراز زیاته کړې چې د امریکا پوځ به ډېر ژر تر بل هر وخت لوی، پیاوړی او پرمختللی شي. د هغه په خبره، د امریکا هوايي ځواک به ډېر ژر د نړۍ د شپږم نسل لومړنۍ جنګي الوتکې یعنې ایف-۴۷ ترلاسه کړي.
د امریکا ولسمشر وايي چې هغه د توغندیزو بریدونو پر وړاندې د متحدهایالاتو د دفاع لپاره د «طلایي ګنبد» په نوم د دفاعي سېسټم د جوړېدو امر هم کړی دی.
ورته مهال، نوموړي زیاته کړې چې که دی ولسمشر وای، روسیې به پر اوکراین برید نه کاوه او همداراز اکتوبر د ۷مې پر اسراییل برید به هم نه و رامنځته شوی.
هغه یو وار بیا له افغانستانه امریکايي ځواکونو وتل «وحشتناک او شرموونکی» بللی او وايي چې د بایډن ادارې باید د بګرام هوايي اډه نه وای پرېښې.
د امریکا ولسمشر د وینا په پای کې ویلي چې د خپلې ولسمشرۍ دورې پرمهال یې د پاکستان او هند ترمنځ اوربند ټینګ کړی او له دواړو هېوادونو سره یې د جګړې پر ځای د سوداګرۍ په هکله خبرې کړې دي. د هغه په وینا، اسلاماباد او نوی ډیلي له دې پرېکړې خوښ دي.