پولنډ له جرمني نه شړل کېدونکي دوه افغان کډوال ونه منل

۸ ساعتونه مخکې

د پولنډ سرحدي پولیسو دوه هغه افغان کډوال ونه منل، چې پر پوله له اوښتلو وروسته له جرمني نه بېرته دغه هېواد ته شړل کېدل.

د جرمني د میرکور رسنۍ د رپوټ له مخې، دغه پېښه د برانډنبورګ ایالت د ګوبن ښار په سرحدي سیمه کې شوې.

د کډوالۍ غوښتونکي دوه افغانان (یو ۲۰ کلن او بل ۲۳ کلن) وو، چې ویل کیږي له پولنډ څخه تازه د سرحدي پله له لارې جرمني ته تللي ول او غوښتل یې په جرمني کې د کډوالۍ غوښتنه وکړي، خو د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبریندتد نوي سیاست له مخې، چې د «کډوالۍ پالیسي بدلون» په نامه یاد شوی، رد شول.

د جرمني فدرالي پولیسو غوښتل دغه نوی قانون عملي کړي او دواړه افغانان سره له دې چې د پناه غوښتنه یې کړې وه، پولنډ ته واستوي. خو کله چې د پولنډ سرحدي پولیسو بېرته رد کړل، نو پولیسو بیا هڅه ونه کړه او هغوی یې د پناه غوښتونکو د ساتنې لومړني مرکز ته واستول.

پولنډ له مخکې هم د جرمني د کډوالو د بیرته ستنولو غوښتنې رد کړې دي.

پولنډ وايي، چې که کسان له سرحدي پله یو کیلومتر لرې وي، نو نه شي ویل کېدای چې دوی له پولنډه ورغلي دي.

نور خبرونه

رادیو