په قطر کې د طالبانو سفیر محمد سهیل شاهین د افغانستان لپاره د فرانسې له شارژدافیر جین میرین څخه غوښتي، چې په کابل کې خپله سیاسي استازولي بېرته پرانېزي.
شاهین دغه غوښتنه د (غویي ۲۱مه) په قطر کې د یوې ګډې ناستې پر مهال کړې ده.
په دغې لیدنه کې دواړو لوریو پر سیاسي اړیکو او بشري مرستو خبرې کړې دي. د طالبانو سفیر همدا راز له فرانسې غوښتي، چې د لرغونو اثارو په برخه کې خپلې مرستې پراخه کړي.
طالبان داسې مهال له فرانسې څخه په کابل کې د سفارت د پرانېستلو غوښتنه کوي، چې د دغه ډلې په بیا ځل واکمنېدو سره ډېری لوېدیځو هېوادونو او امریکا خپل سفارتونه وتړل.
د روسیې، چین، پاکستان او د افغانستان نورو ګاونډیو هېوادونو په ګډون ځینو عربي هېوادونو په کابل کې خپل سفارتونه پرانېستي ساتلي دي.
یو شمېر اروپايي هېوادونو ویلي، تر هغې چې طالبان د ښځو حقونو، بشري ازادیو، جمهوري ارزښتنو او بیان ازادۍ تر څنګ د افغانانو نورو بنسټیزو حقونو ورکړه تضمین نه کړي؛ نو هېڅکله به له دغه ډلې سره ډېپلوماټیک تعامل ته زړه ښه نه کړي.
طالبانو تر دې مخکې هم د امریکا تر څنګ له یو شمېر لوېدیځو هېوادونو غوښتي، چې په کابل کې دې خپل سفارتونه پرانېزي؛ خو دغو غوښتنو ته چندان پاملرنه نه ده شوې.