امریکایي چارواکي: امریکا او چین د سوداګریز کسر کمولو لپاره هوکړې ته رسېدلي دي

۷ ساعتونه مخکې

د امریکا دوو جګپوړو چارواکو له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې امریکا او چین د سوداګریز کسر او شخړو کمولو لپاره یوې هوکړې ته رسېدلي دي.

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ وایي، چې په جینیوا کې د خبرو اترو په دویمه ورځ د چین اقتصادي چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو شخړو د کمولو په اړه په خبرو اترو کې د پام وړ پرمختګ شوی؛ خو هغه د شویو هوکړو د جزییاتو په اړه څه نه‌دي ویلي.

بل خوا د امریکایي پلاوي یوه بل غړي جمسون ګریر هم ویلي:« په تېرو دوو ورځو کې خبرې اترې ډېرې ګټورې وې. د هوکړې چټکوالی ښیي، چې توپیرونه شاید هومره نه وو؛ لکه څنګه چې فکر کېده.»

نور خبرونه

رادیو