افغانستان ته د پاکستان صادرات ۶۴ سلنه ډېر شوي

پرون

د پاکستان د مرکزي بانک د رپوټ له مخې، د روان مالي کال (۲۰۲۴-۲۵) په لومړیو نهو میاشتو کې افغانستان ته د پاکستان صادرات د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۶۴.۴۸ سلنه زیات شوي دي.

یاد بانک په خپل تازه رپوټ کې ویلي، چې د ۲۰۲۴ کال له جولای نه د ۲۰۲۵ کال تر مارچ پورې افغانستان ته د پاکستاني توکو ټول صادرات ۶۲۳.۲۸۵ میلیونه ډالره ثبت شوي، چې دا د تېر کال همدغې مودې ۳۷۸.۹۲۲ میلیونه ډالره صادراتو په پرتله زیاتوالی ښيي.

خو د کال پر کال (یو کلن) اساس، د ۲۰۲۵کال په مارچ میاشت کې افغانستان ته صادرات ۴۵.۵۴ سلنه کم شوي، چې له ۵۵.۹۰۷ میلیونه ډالرو(مارچ ۲۰۲۴) څخه ۳۰.۴۴۵ میلیونه ډالرو(مارچ ۲۰۲۵) ته ښکته شوي دي.

همداراز، د میاشتې په حساب هم د ۲۰۲۵ کال د فبروري (۳۵.۹۷۷ میلیونه ډالرو) په پرتله د ۲۰۲۵ کال د مارچ صادرات ۱۵.۳۷ سلنه کم شوي دي.

د پاکستان د مرکزي بانک رپوټ وايي، چې په ټوله کې د پاکستان صادرات نورو هېوادونو ته هم په۷.۷۲ سلنه زیاتوالي سره له ۲۲.۸۹۱ میلیارده نه ۲۴.۶۵۹ میلیارده ډالرو ته رسېدلي دي.

بلخوا، له افغانستان نه پاکستان ته واردات هم د یادې مودې (جولای-مارچ ۲۰۲۴-۲۵) په جریان کې ۲۰.۱۲۷ میلیونه ډالره ثبت شوي، چې دا د تېر کال د ۶.۴۳۸ میلیونه وارداتو په پرتله ۲۱۲.۶۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

د کال پر کال په بنسټ، له افغانستان نه واردات ۹۹.۷۹ سلنه زیات شوي، چې له ۰.۹۶۰ میلیونه ډالرو (مارچ ۲۰۲۴) څخه ۱.۹۱۸ میلیونه ډالرو (مارچ ۲۰۲۵) ته لوړ شوي دي. خو د میاشتې په اساس، دا واردات د ۲۰۲۵ کال د فبروري (۳.۰۰۸ میلیونه ډالرو) په پرتله د ۲۰۲۵ کال په مارچ کې ۳۶.۲۳ سلنه کم شوي دي.

رپوټ وايي، چې په عمومي ډول د پاکستان ټول واردات ۱۱.۰۸ سلنه زیات شوي، چې له ۳۹.۰۵۶ میلیارده ډالرو څخه ۴۳.۳۸۷ میلیارده ډالرو ته رسېدلي دي.

نور خبرونه

رادیو